پنجشنبه , فبروري 21 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / طالبانو له امریکایي پلاوي سره د خبرو ۱۴ کسیز پلاوی په ډاګه کړ

طالبانو له امریکایي پلاوي سره د خبرو ۱۴ کسیز پلاوی په ډاګه کړ

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې( د سلواغې ۲۳) په ډاګه کړې، چې د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ له امریکایي پلاوي سره د خبرو کولو لپاره سیاسي مرستیال ملابرادر ته د یوې ۱۴ کسیزې مرکچي ډلې د جوړولو سپار ښتنه شوې ده.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ د شېر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ له امریکایي پلاوي سره د طالبانو د مرکچي ډلې غړي په لاندې توګه په ډاګه شوي دي:

مولوی ضیاءالرحمن مدني، مولوي عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، مولوی امیرخان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوی مطیع الحق، ملا محمد انس حقاني، ملا نورالله نوری، مولوی محمد نبي عمري او ملا عبدالحق وثیق.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې دغه ۱۴ کسیز پلاوی به له امریکایي پلاوي سره پیل شوې خبرې وغزوي او د ورکړ شوي صلاحیت له مخې به اړوند چارې تر سره کوي.

طالبانو دا هم ویلي، چې د پلاوي په نوملړ کې محمد انس حقاني هم په مرکچي ډله کې یاد شوی؛ خو نوموړی تر اوسه پورې له بنده ندی آزاد شوی.

د افغانستان حکومت تر دې دمه د انس حقاني د خوشې کیدو په اړه له کومې پرېکړې یادونه نده کړې.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About Ariana News