جمعه , اپریل 26 2019
Home / Most Viewed / طالبانو لغمان کې یو ځوان شهید کړ

طالبانو لغمان کې یو ځوان شهید کړ

هندوکش – لغمان: ناپيژانده وسله والو په لغمان کې د ولسي جرګې ټاکنو نوماند او مدني فعال شېرزاد ساپی شهید کړی دی.
د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي،پر ساپی نن غرمه مهال د مرکز مهترلام بابا اړوند سیمه کې برید شوی دی.
دولتزی وایي، شېرزاد ساپی په خپله دېره کې و چې نا پيژانده وسله والو پرې برید وکړ .
ځایي چارواکي وایي، برید طالبانو کړی دی.
طالبان هر ولایت کې فعال ځوانان چې په وطن مین وي، په نښه کوي او په شهادت یې رسوی.
فرهاد شهراني

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About walikhan