پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / طالبانو د روسیې په غوښتنه ۲ مولداویايي پېلوټان خوشي کړل

طالبانو د روسیې په غوښتنه ۲ مولداویايي پېلوټان خوشي کړل

تاند- د مولداویا ولسمشر نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې په افغانستان کې دوه یرغمل شوي مولداویايي پېلوټان خوشي شوي دي.

د مولداویا ولسمشر ایګور دونالد د خپل هیواد په پلازمېنه کې وویل، مولداویايي پېلوټان له څه باندې ۳ کاله بنده وروسته خوشي شوي دي.

ده خبریالانو ته وویل«د روانې اوونۍ په پای یا د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به زه په الوتکه کې مسکو ته لاړ شم او له هغه ځایه به پېلوټان خپل هیواد ته راولم.»

دواړه پېلوټان اوس د مسکو په یوه روغتون کې دي او روغتیايي حالت یې د رضایت وړ بلل شوی دی.

دوی د ۲۰۱۵ م کال په نوومبر میاشت کې هغه مهال طالبانو یرغمل کړل چې ایم آی – ۱۷ روسي څرخکه یې په فاریاب ولایت کې ولوېده.

په دې پېښه کې د هیلي کوپتر یوه مولداویايي عمله ووژل شوه. دوی د ملګروملتو له لوري سیمې ته مرسته رسوله.

مولداویايي رسنۍ وايي چې دواړه پېلوټان د فبرورۍ په ۹ مه /د شنبې ورځ/ له اوږدو خبرو وروسته خوشي شول.

د دوی په خلاصون کې روسیې مرسته وکړه.

د مولداویا ولسمشر خبریالانو ته وویل، پېلوټان یې هغه مهال خوشي شول چې ده د روسیې د فدراسیون له مشرتابه څخه په خپله وغوښتل چې په دې قضیه کې مرسته وکړي.

190 total views, 190 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند