پنجشنبه , فبروري 21 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / صبغت الله مجددي د ٩٣ کالو په عمر ومړ

صبغت الله مجددي د ٩٣ کالو په عمر ومړ

د افغانستان پخوانى ولسمشر صبغت الله مجددي د ٩٣ کالو په عمر ومړ. د هغه د کورنۍ غړو د هغه مړينه تاييد کړه. مجددي د دوشنبې او سه شنبې په منځ کې د شپې ومړ.

صبغت الله مجددي چې په ١٩٢٦ کال کې په هرات کې زېږېدلى و، په ١٩٩٢ کال کې د اپريل نه تر جون مياشتې پورې په افغانستان کې د جهادي پېر لومړنى ولسمشر و.

ښاغلى مجددي همدا راز د افغانستان د ملي نجات د ګوند مشر او د سولې عالي شورا د مشر په حېث هم دنده ترسره کړې وه. هغه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ځان د سياست نه ګوښه کړى و، خو په ٢٠٠٣م کال کې د ډسمبر په مياشت کې د افغانستان د اساسي قانون له مخې د لويې جرګې د رييس په توګه هم ټاکل شوى و.

د صبغت الله مجددي د مرګ اوازې هم له ډېرې مودې راهيسې خپرېدې، چې بيا به د هغه د کورنۍ له خوا رد شولې، خو دا ځل د نوموړي کورنۍ د هغه مړينه تاييد کړې ده.

د هغه د جنازې مراسم به د سه شنبې په ورځ په کابل کې ترسره شي. ويل کېږي چې جنازه به يې ١١ بجې وي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About کابل اداري څانګه