پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / شردا کپور خپل اشنا، فرحان اختر سره له کاره منع کړ

شردا کپور خپل اشنا، فرحان اختر سره له کاره منع کړ

شردا کپور

د هندي فلمونو نوموتې ستورې شردا کپور که څه هم اوس مهال په خپلو راروانو فلمونو کې، چې د لوبو او جنګونو په اړه دي، کې مصروفه ده، خو په رسنيو کې د هغې په اړه تازه خبر دا هم راغلى دى، چې خپل نوى اشنا يې له خپل پخواني اشنا سره د کار کولو څخه منع کړى دى.

هندي رسنۍ ليکي، چې شردا کپور خپل اشنا روهن شريستا له اداکار فرحان اختر سره له کار کولو منع کړى دى. ياده دې وي چې شردا کپور له روهن شريستا نه مخکې د فرحان اختر سره يارانه درلوده.

شردا کپور او فرحان اختر
شردا کپور او فرحان اختر

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، فرحان اختر او شردا کپور د ٢٠١٨ د لومړيو دريو مياشتو پورې يو بل سره ډېرې نږدې اړيکې درلودې، چې ډېرى ځل يو ځاى هم ليدل شوي ول. که څه هم دواړو کله د واده خبره نه وه کړې، خو په هندي رسنيو کې به د دواړو د واده په اړه بېلا بېل خبرونه خپرېدل.

خو بيا يو ناڅاپه د فرحان اختر او شردا کپور اړيکې سړې شوې او دواړه له يو بل څخه بيل شول. د دواړو له بېلتون وروسته که شردا کپور له خپل ملګري او فوټوګرافر روهن شريستا سره يارانه جوړه کړه، نو فرحان اختر بيا د سندرغاړې شباني ډنډيکر سره اړيکې نږدې کړې.

خبرونه دي چې فرحان اختر او شباني ډنډيکر به په روان کال کې واده وکړي، دواړه په ډېرو ځايونو کې يو ځاى ليدل کېږي.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، اوس تازه خبر دا دى چې شردا کپور خپل اشنا د فرحان اختر سره د کار کولو څخه منع کړى دى. بولي وډ لايف په خپل يو راپور کې ليکلي دي، چې که څه هم د دې خبرې تصديق نه دى شوى، خو بيا هم اوازې داسې دي، چې شردا کپور خپل اشنا ته ويلي دي چې له فرحان اختر سره به کار نه کوي.

شردا کپور او روهن شريستا
شردا کپور او روهن شريستا

په رپورټ کې ويل شوي دي، چې د شردا کپور نوى اشنا د هغې له پخواني اشنا سره په ځينو ويډيوګانې د کار کولو اراده درلوده، خو شردا کپور هغه له دې کاره منع کړى دى. ياده دې وي چې شردا کپور اوس مهال د ورون دهون سره په (اې بي سي ډي ٣) فلم کې کار کوي او همدا راز په يو بل فلم کې هم مصروفه ده.

بلخوا فرحان اختر بيا د نوموتې ستورې پريانکا چوپړه سره د (سکاى از پنک) په نوم يو فلم کې کار کوي، چې د يو کس په ژوند جوړېږي او همدا راز له سندرغاړې شباني ډنډيکر سره هم ډېر ليدل کېږي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About کابل اداري څانګه