پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / شاه محمود قریشي نن په قطر کې د طالب استازو سره ګوري

شاه محمود قریشي نن په قطر کې د طالب استازو سره ګوري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي سره له دې چې د امریکا او طالبانو د خبرو په وړاندې خنډونه شته خو پاکستان د دغو خبرو بریالیتوب غواړي.

ښاغلي قریشي پرون د یکشنبې په ورځ په ملتان کې خبریالانو ته وویل چې تمه ده د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۶» امریکايي پلاوی په دوحه کې له طالبانوسره وګوري.

دی وايي:

“له طالبانو سره د امریکا خبرې روانې دي، څو ناستې شوې دي. تمه ده راتلونکې ناسته په پنځلسم تاریخ «نن دوشنبه» په دوحه کې وشي. زموږ هیله ده او مرسته او همکاري کوو چې دا ناستې مثبته نتیجه ورکړي او دا پروسه خپلې منطقي پایلې ته ورسیږي. منطقي پایله يې په سیمه کې سوله او ثبات دي.”

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews