جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / سیلابونو یوځل بیا ولایتونو کې ۹ کسه وژلي

سیلابونو یوځل بیا ولایتونو کې ۹ کسه وژلي

هرات کې سیلابونه

د کابل او هرات په ګډون د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې یوځل بیا شدیدو اورښتونو او سیلابونو خلک ځپلي او د سر زیان سره سره ورته مالي تاوانونه اړولي او ډيری يې بې کوره کړي دي.

په ۱۶ ولایتونو کې دې سیلابونو په۲۴ ساعته کې یاد د سر تلفات اړولي او لاهم ډیری شمېر کسان لادرکه دي چې د هغوی سرنویشت به څه وي؟

په میدان وردګو او پکتیا ولایتونو کې په جلا پیښو کې ۴ کسه وژل شوي د میدان وردګ په نرخ او جلریز ولسوالیو کې پراخ سیلابونه راوتلي چې پر مالي زیان سربیره يې دوه کسه هم وژلي مالومات وايي د لته د اوسیدونې ډیری کورونه تخریب شوي دي، همداشان د پکتیا په ځاځیو اریوب ولسوالۍ  کې د یوه کور د چپه کیدو له کبله دوه ماشومي نجونې مړې شوې او څلور نور زخمیان دي.

نن تر ټولو ولایتونو زیات هرات ولایت سیلابونو وځپه چې په پایله کې يې پنځه کسو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۷ کسه نور تری تم دي  لا تراوسه مالومات نشته چې هغوی چیري دي؟

ددې ولایت د طبیعي پيښو د مبارزې مشر حمید مبارز وايي چې د هرات اوبې ولسوالۍ سیلابونو ځپلې او یاد شوي تلفات هغې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوي دي چې پنځه مړه او ۱۷ ورک دي.

داسې اټکل شوی چې دا اورښتونه به لاهم ادامه ولري د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې دا خبر ورکړی او خلکو ته يې د چمتوالي لارښوونه کړې ده.

پردې ولایتونو سره بیره نن د کابل له کوڅو څخه هم د اوبو ویالې جوړې شوې تراوسه د کابل په هکله مالومات نشته چې وروستیو سیلابونو څومره د سر زیان اړولی.

په دې ولایتونو کې خلک لومړیو مرستو ته اړتیا لري ترڅو له باقي پاتي ستونزو څخه وژغول شي په نسبتا د شپې له لوري سړه هوا کې ښايي دې خلکو ته نور خطرونه هم متوجې شي.

سږکال د ژمې له دوهمې میاشتي تراوسه سخت اورښتونه شوي چې خلک يې سخت وځپل ښايي ځاني تلفات ډير زیات وي خو اسوشیټېډ پریس اژانس خبر ورکړی چې د روان میلادي کال د را وتلو سیلابونو په ترڅ کې تر دامهاله ۱۱۰ کسه وژل شوي دي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز