جمعه , اپریل 26 2019
Home / افغانستان / زلمي خلیلزاد د طالبانو د عملیاتو په اړه د امنیت شورا له غبرګون هرکلی کړی دی

زلمي خلیلزاد د طالبانو د عملیاتو په اړه د امنیت شورا له غبرګون هرکلی کړی دی

زلمي خلیلزاد د طالبانو د عملیاتو په اړه د امنیت شورا له غبرګون هرکلی کړی دی. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د افغان سولې په اړه د نړیوالې ټولنې همغږي او واحد دریځ مهم دی. دده په خبره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغه پرېکړې هرکلی کوي چې د طالبانو الفتح عملیات یې غندلي دي. وسله والو طالبانو تېره جمعه په ټول هېواد کې الفتح عملیات اعلان کړل. دغه عملیات د افغان حکومت او امریکا له غبرګون سره مخ شول. تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې دغه عملیات غندلي وو. ددوی په خبره د سولې خبرې حساس پړاو ته رسېدلې دي نو طالبانو ته په کار وه چې له دې مهم فرصت استفاده وکړي او له جګړو لاس واخلي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews