پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / افغانستان / زلمى خليلزاد وايي امريکا پر افغانستان جگړه نه ده تپلې!

زلمى خليلزاد وايي امريکا پر افغانستان جگړه نه ده تپلې!

د افغان سولې لپاره د امريکا استازى زلمى خليلزاد وايي طالبان د تاوتريخوالي کمېدو کې په نه همکارۍ سره د وژلو لړۍ اوږدوي. هغه د خپلو ټويټونو په يوه تازه لړۍ کې دا خبره کړې او د طالبانو له مشرتابه يې غوښتي چې خپلو استازو ته د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي. زلمى خليلزاد وايي امريکا پر افغانستان جگړه نه ده تپلې بلکې دغه هېواد له لسيزو راهيسې په جگړه کې دى او ځينې مهال افغانان په خپلو کې سره جنگېدلي. خليلزاد په خپل پيغام کې پر اوربند ټينگار کوي او وايي لسگونه زره افغانان وژل شوي او د افغانستان خلک د جگړې د يوه بل موسم پر ځاى د پرمختگ نوې لار غواړي. خليلزاد د مرگژوبلې د مخنيوي چټکه لار، پر يوه اوربند سلا کېدل بولي او د طالبانو پر مشرتابه غږ کوي چې خپلو استازو ته دې د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي. نوموړى وايي دى به د اوربند پر موضوع خپل ټينگار جاري ساتي. افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو استازى زلمى خليلزاد زياتوي چې افغانان د هر اړخيز اوربند او تلپاتې سولې مستحق دي. د ده په وينا، امريکا به د افغانانو په دې غوښتنه کې له دوى سره ولاړه وي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews