پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / Hot News / زرمت کې طالبان وژل شوي

زرمت کې طالبان وژل شوي

هندوکش – پکتیا: د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې پولیسو او طالبانو نښته کړې چې طالبانو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې.

د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم وایي تیره شپه وسله والو زرمت ولسوالۍ کې پر پوسته برید کړی چې دوه طالبان پکې وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د تبسم په خبره، نښته کې یو پولیس شهید شوی او دوه نور ټپيآن دي چې وضعیت یې ښه دی.

د سیمې او سیدونکي د طالبانو مرګ ژوبله زیاته بولي او وایی چې د تیرې شپه نښته کې اته اته طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې د طالبانو یو سرګروپ هم شامل دی چې دولت ضد ورانکارې کړنې به یې ترسره کولې.

عمران احمدزی

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali