پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / زابل: ارغنداب کې د مخکې په پرتله حالت ښه شوی.

زابل: ارغنداب کې د مخکې په پرتله حالت ښه شوی.

ارغنداب

زابل چې د هوا په ګرمیدو ورڅخه د نا امنیو راپورونه زیاتیږي خو اوس ددې ولایت د ارغنداب ولسوالۍ مسؤلین وايي چې د خلکو په همکاري ارغنداب کې حالت ښه شوی.

د زابل شمالي ولسوالۍ ارغنداب چې تردې وړاندې پکښي خورا خونړۍ نښتې رامنځ ته شوې او پرمهال يې د ملکیانو په ګډون دولت پلوه ځواکونو او ملکیان ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه خو اوس يې مسؤلین ادعا کوي چې حالت ډیر ښه شوی او خلک له دولت سره نژدې پاتي دي.

د ارغنداب ولسوال قاسم پوپل وویل په یاده ولسوالۍ کې امنیتي ساحه پراخه شوې او دلته ټول دولتي خدمات وړاندې کیږي هغه وویل په تیرو دریو میاشتو کې هیڅ امنیتي پیښه نه ده رامنځ ته شوې او حالت ډاډمن دی

ولسوال زیاته کړه چي د خلکو سره په ګډه یې د امنیت د ښه والی پلان جوړ کړ او په دې برخه کي یې له قومی مشرانو، دیني عالمانو او عامو خلکو سره مشوري وکړي.

زابل یوه داسې ولسوالۍ هم لري چې د تیرو ۱۷ کلونو راهیسې په کښي هیڅ دولتي واک نشته او د لته پر کورنیو وسلوالو سربیره بهرني وسلوال هم  میشت دي.

څو موده وړاندې د زابل امنیه قوماندان وویل چې ددې ولایت په دایچوپان او خاک افغان ولسوالیو کې له وسلوالو سره روسي مشاورین لیدل شوي او هغوی ته د جګړې په هکله سلا مشورې ورکوي همداشان يې یو شمېر پرمختللې نښان ویشتونکي وسلې هم ورکړې دي او له زابل وروسته یاد روسي مشاورین ګاونډي ولایت ارزګان ته په همدې موخه تللي دي.

خو هغه مهال د ارزګان چارواکو دا اعا رد کړې وه.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز