شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / روبرټ پلاډينو: طالبانو سره په ځينو خبرو کې پرمختگ شوى

روبرټ پلاډينو: طالبانو سره په ځينو خبرو کې پرمختگ شوى


د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند روبرټ پلاډينو ويلي دي ، طالبانو د قطر په خبرو کې ورسره منلې ده، چې د ځواکونو د وتلو او ترهګرۍ پر ضد مبارزې ترڅنګ پر بين الافغاني مذاکراتو او اوربند هم خبرې کوي. دا خبرې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند روبرټ پلاډينو په واشنګټن کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال کړې دي نوموړي په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو د پنځم پړاو د پايلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي ، چې په دې اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ځينې څرګندونې کړې دي .، چې له افغانستان څخه د ځواکونو پر وتلو او د ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې يې له طالبانو سره موافقه کړې ده، خو د مهالوېش او څرنګوالي په اړه يې څه نه دي ويلي.

نوموړي زياته کړه، چې په بل پړاو کې به د اوربند او بين الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، له طالبانو سره په پيل شويو خبرو کې دا تر  ټولو جدي او مهمې خبرې وې او خليلزاد ورته ويلي، چې ګټور پرمختګونه يې کړي دي.

د هغه په وينا، طالبانو منلې ده چې د سولې لپاره به دواړه خواوې پر څلورو اصلي موضوعاتو موافقه وکړي، دغه موضوعات د ځواکونو وتل، له ترهګرۍ سره مبارزه ، بين الافغاني مذاکرات او هر اړخيز اوربند دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند روبرټ پلاډينو زياته کړې، چې په پنځم پړاوو کې پر لومړيو دوو موضوعاتو په اصولو کې موافقه شوې او پر دوو نورو به بل پړاو کې خبرې کېږي.

د هغه په وينا، خليلزاد به په واشنګټن کې د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او نورو مشرانو سره سلا مشورې کوي .

پلاډينو وايي: (( نور ډېر کار مخې ته پروت دى، چې بايد ترسره شي، لکه څرنګه چې خليلزاد پخوا ويلي، ترڅو چې پر ټولو موضوعاتو موافقه ونه شي پر هېڅ موافقه نه کېږي.))

ده يو ځل بيا په ډاګه کړه، چې امريکا پر بين الافغاني مذاکراتو چې په کې افغان حکومت هم شامل وي، او هر اړخيز اوربند ټينګار کوي .

نوموړي د يوې بلې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې اوس مهال ددې خبرو نور جزئيات نه شي په ډاګه کولى، کله چې خبرې پاى ته ورسېږي ، بيا به يې جزئيات شريک شي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin