پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / رحمت الله نبيل هم په مشورتي لويه جرگه کې گډون نه کوي

رحمت الله نبيل هم په مشورتي لويه جرگه کې گډون نه کوي

له اجرايه رييس عبدالله او حنيف اتمر وروسته د رحمت الله نبيل په مشرۍ ټاکنيز تيم هم په يوه اعلاميه کې د راتلونکې لويې جرګې سره پريکون اعلان کړ، ددغه ټاکنيز تيم په اعلاميه کې راغلي چې راتلونکې لويه جرګه حاکم ټيم د انتخاباتي او شخصي ګټو په موخه جوړوي او د سولې او ثبات سره کومه مرسته نه شي کولای، نو په دې توګه دغه جرګه کې دوی ونډه نه اخلي. له بله خوا ارگ ويلي دي د عبدالله عبدالله په مشرۍ راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ د ثبات او هم‌پالنې ټیم د دې مشورتي لویې جرګې په اړه خپلې اندېښنې او شکایتونه له دوی سره نه‌وو شریک کړي.

د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري په یوه ټویټ کې دا خبره کړې او په دوام کې یې لیکلي چې ولسمشر اشرف غني به له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وګوري او د هغه اندېښنه او شکایت به واوري.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin