شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د یوې ماشومې پر تښتول کېدو او وژل کېدو د خلکو توند غبرګون

د یوې ماشومې پر تښتول کېدو او وژل کېدو د خلکو توند غبرګون

تاند- ګڼ شمېر افغانانو هغو دوو تنو ته د سختې سزا غوښتنه کړې چې د یوې ماشومې په تښتولو او وژلو تورن شوي دي.

ماشومه مهسا د پیسو لپاره د دوشنبې په ورځ د کابل په خیرخانه مېنه کې برمته شوه.

د کابل پولیسو قوماندان جنرال سید محمد روشندل نن /چهارشنبه/ خبریالانو ته وویل چې نیول شویو سړو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

نیول شوي کسان خبریالانو ته هم ورښکاره کړل شول.

روشندل وايي، تښتونکو د نجلۍ له پلار څخه د ۳ لکه ډالرو غوښتنه کړې وه.

د کابل امنیه قوماندان ژمنه وکړه چې له قانون سره سم به له مجرمانو سره چلند وکړي.

پر دې قضیې افغانانو په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګون ښودلی دی.

ګڼو خلکو د دې ۶ کلنې ماشومې، چې مهسا نومېږي، عکسونه خپاره کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو د دې نجلۍ قاتلانو ته د سختې سزا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې که دا کسان په سزا ورسول شي نور جنایتکاران به له جنایته راوګرځول شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم پر دې پېښه عکس العمل ښودلی دی.

ارګ په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې ولسمشر غني د یرغملګرو له لوري د ماشومې مهسا د تښتول کېدو او وژلو له پېښې له خبرېدو وروسته سخت خواشینی شوی دی.

ولسمشر ویلي چې دا ډول جنایتکار عملونه د منلو نه دي او اړوندو اورګانونو ته یې امر کړی چې دا قضیه په جدي ډول تعقیب او عاملانو ته یې د هیواد له نافذه قوانینو سره سمه سزا ورکړي.

175 total views, 175 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند