چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / Hot News / د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښټې ده

د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې مرګ ژوبله اوښټې ده

هندوکش – ننګرهار: په ننګرهار ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي چې د افغان او امریکایي ځواکونو په ګدون عملیاتو کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښټې ده .

د چارواکي په وینا،

د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې ګډو عسکرو يو ځل بيا د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

چارواکې زیاتوي چې، د خوږياڼو په ټټنګ سيمه کې د ګډو عسکرو په چاپه یاد ملکي کسان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د غزني  په شلګر ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د ملکيانو ټونس موټر په نښه شوی و، چې له امله يې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ځايي خلکو رسنيو ته ويلي، چې وژل شوي کسان ټول ملکيان دي او د سيمې خلکو د غزني ښار کې د حکومت پر ضد لاريون پيل کړی او ګواښ  يې کړی، که د پېښې قاتلين محاکمه نه شي، دوی به خپل مړي د ارګ مخې ته يوسي او د حکومت پر ضد به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې یاد کسان په داسې حال کې وژل کیږي چې د افغان امنیتي ځواکونو په وینا طالبان یې له کورونو سنګر په ټوګه ګټه پورته کوي او له همدې امله یادو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

فرهاد شهراني

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali