سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د کابل کندهار لویه لار رغول کیږي

د کابل کندهار لویه لار رغول کیږي

کابل کندهار لویه لراه

 

د کابل کندهار لویه لاره د افغانستان له مهمو اقتصادي او ستراتیژیکو لارو څخه ګڼل کیږي چې ګڼ مواصلاتي او صادراتي توکي له دې لارې ځي راځي سوداګرو عام وګړي او ددې لارې پرسر اوسیدونکي شکایت کوي چې لویه لاره خرابه او دولت ورته پاملرنه نه ده کړې.

اوس تازه ویل شوي چې ددې لويي لارې د رغونې لپاره د اسیا پراختیايي بانک ۳۰ میلیونه ډالر مرسته کړې ترڅو ورباندې ددې لارې ډيری برخې ورغول شي.

د غه لویه لاره د میدان وردک، غزني، زابل څخه تیریږي او کندهار ته رسیږي خو ددې درې واړو ولایتو په اوږدو کې د جګړو بمي چاودنو اورښتونو، د ټرافیکي قوانینو د سرغړونې له امله سخته تخریب شوې او له منځه تللې هیڅ هم ورته پاملرنه نه ده کړې پلونه او پلچکونه نړیدلی ځکه نو يې ورته په څنګ خامه بدیلي لارې کتلې شوې.

په هر ولایت کې د ټولګټو چارو ریاستونه مسؤلیت لري چې ددې  لويي لارې څارنه او رغونه وکړي خو ددوی د کړنو هیڅ څرک نه لګیږي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت ددې خبر پخلی کړی او ویې ویل چې د کابل – کندهار د لویې لارې د بیارغولو کار په درېیو پړاونو وېشل شوی دی، چې موږ به وکړای شو په لومړۍ دوهم او دریم پړاو کې دغه لاره په ښه توګه ورغووي ددې  وزارت مالوماتو سره ویل شوي چې دا لویه لار به تر ۲۰۲۰ میلادي کاله ورغول شي، د افغانستان حکومت وايي چې په وروستیو پنځلس کلونو کې تر اته زره کيلومتره ډېر سړکونه جوړ شوي دي.

د ټولټګټو وزارت دا ونه ویل چې یوازي دا دیرش میلیونه مرشته شوې پیسې پردې لویه لاره لګوي او که نورې هم ورته لري خو له تیرو پنځلسو کلونو همومره پاملرنه دې لويي لارې ته نه ده شوې څومره چې ددې ارزښت دی

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز