سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / News / د کابل ښار په پروني برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان دي

د کابل ښار په پروني برید کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان دي

هندوکش – کابل: د کورنيو چارو وزارت وايي، د دوى لومړنۍ څېړنې ښيي چې د کابل ښار پرونى بريد وسله والو طالبانو کړى، خو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
تېره ورځ له غرمې مخکې په کابل ښار کې د عبدالعلي مزاري د یادغونډې مراسمو ته څېرمه د هاوان مرميو لګېدو پېښه کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دغې یادغونډې په مراسمو کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سربېره د ولسمشرۍ ځينو نوماندانو او د هغوى مرستيالانو او زرګونه کسانو ګډون درلود.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وياند نصرت رحيمي وويل چې ددوى لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه بريد وسله والو طالبانو کړى او په دې برخه کې ددوى نورې څېړنې هم روانې دي.
د نوموړي په خبره، چې ددې بريد په ترڅ کې د درې ښځو په ګډون ١١کسان وژل شوي او ٩٥کسان ټپيان شوي ، چې په ټپيانو ١٢ ښځې هم شاملې دي.
د رحيمي په خبره، چې ددې پېښې په تړاو يوتن نيول شوى چې څېړنې ترې روانې دي او دوه بريدکوونکي د بريد پرمهال د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About walikhan