دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د کابل پرونۍ پیښي مسؤلیت داعش ډلې اخیستی

د کابل پرونۍ پیښي مسؤلیت داعش ډلې اخیستی

د برید قربانیان

 

تیره ورځ د عبدالعلي مزاري ۲۴تلین لمانځغونډه باندې توغندیز بریدونه شوې چې د قربانیانو شمېر يې لوړ ښودل شوی اوس تازه کورنیو چارو وزارت ویلي چې ددې پیښي د قربانیانو شمېر زیاشوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پرونۍ پیښي قربانیان لسګونه ته رسیدلي ددې وزارت په خبره د وحدت ګوند مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین د نمانځنې په غونډه کې د راټولو شویو افغان لوړپوړو چارواکو پر غونډه د توغندیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۹۵ نور ټپیان دي د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي په ټپي شویو کې ۱۲ ښځې هم شاملې دي.

نصرت رحیمي ادعاکړې چې دا بریدونه طالبانو کړي خو طالبانو ویلي چې دوی دا برید نه دی کړی او ردوي يې

کله چې طالبانو دغه ادعا رد کړې ورسره سم داعش یا اسلامي ډلې د کابل د پرونۍ پیښي مسؤلیت منلی او ویلي يې دي چې نورې موخې هم لري هغوی د اعماق په نوم ټویټر اکونټ کې ددې برید مسؤلیت منلی.

په پرونۍ غونډه کې د افغانستان یو شمېر مشهوره سیاسي څېرو هم برخه درلوده خو چې پکښي د سرزیان نه دی اوښتی

د لومړۍ چاودنې غږ هغه مهال واورېدل شو چې اجرایه رئیس عبدالله عبدالله   وینا کوله، خو ګډونوالو ته وویل شو چې په خپل ځایونو کې پاتې شي.

داعش وسلوالې ډلې ننګرهار کې هم پر یوه خصوصي شرکت د برید مسؤلیت منلی چې پکښي ۱۶ کسه ووژل شول او یوشمېر نور ژوبل شول.

د غه ډله ایز برید چې د پنځو بریدکوونکو په مټ ترسره شو چې څو ساعته يې د افغان ځواکونو  سره نښته وکړه او وروسته يې ووژل.

ولې داعش د داسې خونړیو پیښو مسؤلیت پرغاړه اخلي په ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې دې ډلې تر ۲۰۰۰زیات ملکی وګړي په ډله ایزو بریدونو او بمي چاودنو کې وژلي وو.

 

 

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز