دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د ښځو نړیوالې ورځې په ویاړشل ښځینه زندانیانې ازادې شوې

د ښځو نړیوالې ورځې په ویاړشل ښځینه زندانیانې ازادې شوې

زندان

د ښځو نړیوالې ورځې په ویاړ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په فرمان د هېواد له ښځینه زندانونو شل ښځینه بندیانې ازادې شوې او د څو نورو ښځینه زندانونو د ښځینه بندیانو د بند موده کې کموالی راغلی دی.

د افغانستان د زندانونو رییس حلیم کوهستانی ویلي یو کمېسیون به هم د ښځینه بندیانو د دوسیو په څېړنو کار پیل کړي.

د نوموړي په خبره یاد کمېسیون به د ښځینه زندانیانو د دوسیو د څېړلو په خوا کې د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ هغه ښځینه زندانیانې به له بنده ازادې کړل شي چې د بند موده یې کمه پاتې او د یو شمېر ښځینه زندانیانو د بند په موده کې به کموالی راشي.

د ښاغلي کوهستاني پر وینا دم ګړۍ د افغانستان په زندانونو کې شاوخوا ٩٠٠ مېرمنې د بیلا بېیلو جرمونو په ترڅ کې بندیانې دي، چې له یو شمېر مېرمنو سره یې اولادونه هم په زندان کې اوسیږي، د بشري حقونو کمېسیون هم په زندان کې د یادو کوچنیانو د ژوند شرایط ښه نه بولي.

د ولسمشر د فرمان پر اساس د کابل له مرکزي زندان نه د شل ښځینه زندانیانې له بنده ازادې شوې، د ولسمشر غني فرمان به د هېواد پر کچه وي او دا لړۍ به په ټول افغانستان کې دوام ولري، چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې به دا فرمان په بشپړ ډول پلی شي.

هېره دې نه وي هغه مېرمنې چې وېرې خپلو کورنیو ته نه شي ستنېدلی، د ښځو چارو وزارت ته به سپارل کیږي ترېڅو د ژوند کولو سهولیتونه ورته چمتو کړي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز