جمعه , اپریل 26 2019
Home / News / د چین له لارې هند ته دهلیز جوړیږي

د چین له لارې هند ته دهلیز جوړیږي

هندوکش – چین: افغانستان هڅه کوي د چین له لارې هند ته هوایي دهلیز جوړ کړي.
د ملکي هوانوردۍ ادارې ویلي، هڅه کوي چې د افغان ملکي پروازونو لپاره د پاکستان د شمال ختیځې برخې او د چین د سویل څخه نوي ډهلي ته لار پیدا کړي.
د ملکي هوانوردۍ ادارې ویلي، په اوس وخت کې هند ته افغان پروازونه شپږ ساعته وخت نیسي چې د نوې لارې په جوړېدو به دغه واټن پنځه ساعتونو ته راکم شي.
مسؤلین وایي، هڅې کوي د دغې لارې په تړاو له چینایي چارواکو سره خبرې وکړي.
د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې شاوخوا یوه نیمه میاشت تیريږي چې له هماغې ورځې د پاکستان هوایي حریم د پروازونو پر مخ تړلی او له امله یې افغانستان په تیره میاشت کې اته میلیونه ډالره زیان لیدلی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About walikhan