سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر علي وزير افغانستان ته راغلى

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر علي وزير افغانستان ته راغلى

PTM Ali Wazir in Afghanistan

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړى نن د افغانستان پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ ته راغلى دى. په ياده ولسوالۍ کې د نوموړي پراخ هرکلى شوى دى د هرکلي لپاره يې د پکتيکا په ګډون له ډېرو ولايتونو خلک ورته راغونډ شوي دي.

د راپورونو له مخې، هغه تېره اونۍ په برمل ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د وژل شويو ملکي وګړو په فاتحه کې د ګډون لپاره راغلى دى.

هغه په برمل ولسوالۍ کې يوې پراخې ولسي غونډې ته وينا هم کړې او همدا راز د وژل شويو ملکي وګړو فاتحه يې هم اخيستې. ويل کېږي چې د هغه ليدو ته د بېلا بېلو ولايتونو څخه خلک ورغلي و.

تېره ورځ چې په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لويه جلسه وه، په ياده جلسه کې نوموړي ګډونوالو ته په خپله وينا کې وويل، چې له ټول پاکستانه د پښتنو د وينو بوى راځي. هغه وويل چې د پښتنو خاوره له کلونو راهيسې نا امنه ده او دلته د امن ضرورت دى.

دغه غونډه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي شهيد ارمان لوڼي د څلوېښتۍ لپاره راجوړه شوې وه، پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځينو مخکښو مشرانو په ګډون، په زرګونو خلکو ګډون وکړ.

په غونډه کې علي وزير يو ځل بيا د پاکستان پر حکومت غږ وکړ، چې د شهيد ارمان لوڼي قضیه دې نوره وڅېړل شي او د ارمان لوڼي قاتلانو ته دې سخته سزا ورکړل شي. دوى وويل که چېرته پاکستان دا کار ونکړي او همداسې ويده وي، نو دا به ورته ښه تمامه نه شي.

ياده دې وي چې علي وزير نه يوازې دا چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سر په مشرانو کې يو دى، بلکې اوس د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړى هم دى او په د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د پښتنو د محروميو لپاره غږ پورته کوي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه