چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د پنځوس اوريزو لوبو نوې درجه بندي، راشد خان خپل لومړى او دوهم مقام ساتلى

د پنځوس اوريزو لوبو نوې درجه بندي، راشد خان خپل لومړى او دوهم مقام ساتلى

د آى سي سي يا کرکټ نړيوالې شورا له خوا د يو ورځنيو يا پنځوس اوريزو لوبو نوې درجه بندي اعلان شوه، چې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکي او الراونډر راشد خان پکې خپل لومړى او دوهم مقام ساتلى دى. راشد خان چې د تجارتي ليګونو تر څنګ يې په نړيوالو لوبو کې د افغانستان لپاره هم ستر وياړونه راوړي دي، له تېر کال راهيسې د پنځوس اوريزو لوبو د الراونډرانو په درجه کې لومړى مقام لري، چې په نوې درجه بندۍ کې هم په لومړي مقام دى. همدا راز نوموړى د پنځوس اوريزو لوبو په توپ اچوونکو کې دوهم مقام لري، چې د تېر کال تر څنګ يې سږ کال هم خپل مقام ساتلى دى.

په توپ اچوونکو کې لومړى مقام بيا د هندۍ لوبډلې جسپريت بمرا خپل کړى دى او د نيوزيلانډ ټرينټ بولټ بيا پرمختګ کړى او دريم مقام ته يې ځان رسولى دى. د هند کلديپ يادو بيا څلورم مقام ته کوز شوى او هم د هند يوژويندرا چاهل بيا خپل پنځم مقام ساتلى دى.

په الراونډرانو کې بيا د بنګله دېش شکېب الحسن دوهم مقام ساتلى دى او د افغانستان محمد نبي هم په خپل دريم مقام ولاړ دى. د پاکستان محمد حفيظ په څلورم او د انګلستان معين علي بيا په پنځم مقام دى.

په توپوهونکو کې د تېر ځل په څېر ويراټ کوهلي په لومړي مقام ولاړ دى او ورپسې د هند روهيت شرما، د نيوزيلانډ روز ټېلر، د انګلستان جوى روټ او د پاکستان بابر اعظم په خپلو خپلو مقامونو ولاړ دي.

د لوبډلو په برخه کې بيا انګلستان لومړى مقام ترلاسه کړى دى او د هند لوبډله په دوهم مقام ده. ورپسې نيوزيلانډ، ساوت افريقا، آسټراليا، پاکستان، بنګله دېش، سريلانکا، ويسټ انډيز او د افغانستان لوبډله بيا په لسم مقام ولاړه ده.

همدا راز تر افغانستان وروسته بيا زمبابوې، ايرلېنډ، سکاټلېنډ، يو اې اي، نيپال او د نيدرلېنډز لوبډلې دي.

ياده دې وي چې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچوونکى راشد خان په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې د توپ اچوونکى په درجه بندۍ کې لومړى مقام لري او تکړه او تېز توپوهونکى حضرت الله ځاځى بيا شپږم مقام ته پورته شوى دى.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه