جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د پنجابي ریاست له لوري د پښتونخوا د ملي شتمنیو لوټ مار اوس هم روان دی

د پنجابي ریاست له لوري د پښتونخوا د ملي شتمنیو لوټ مار اوس هم روان دی

د پنجابي ریاست له لوري د پښتونخوا د ملي شتمنیو لوټ مار اوس هم روان دی

ټرایبل نیوز ته له وزیرستان سره تعلق لرونکي د عمر وزیر رالېږلی پیغام چې مونږ یې کټ مټ نشروو.
یاده دې وي چې ټرایبل نیوز کې نشرېدونکو لیکنو سره د ټرایبل نیوز د ادارې توافق شرط نه دی.

دا په وزیرستان کښې د قیمتي ډبرو لوی لوی غرونه غرونه کانونه دي چې هر قسم قیمتي معدنیات پکښې شتون لري پرون په ډوګه مداخیل کښې د کلي خلکو د پوځیانو د موټرو نه ونیول چې پوځیانو غیر قانوني پنجاب ته وړل بلخوا د شوال په هغه قیمتي لرګو باندې برید کړی چې کټ کوي یې او په ټرکونو ټرکونو لاهور ته وړي ښه نو اوس يوه پوښتنه لرم چې دا پوځ وزیرستان ته د امن د پاره راغلی دی که د غلا او لوټ مار د پاره راغلی دی بدامني خو لا هغسې ده زه به دا ووایم چې د مخکښې نه هم بدامني زیاته شوه مخکښې به د هر چا سره اسلحه وه اوس هغه هم نشته ځکه چې پوځ یوړه مخکښې به چا په کور کښې دننه نه شوې مړ کولی اوس خو دې په کور کښې د ننه مړ کوي هر ورځ بم چاودنې کېږي واړه واړه ماشومان سپینګیري تورسرې پکښې وژل کېږي ای پښتنو د الله ج خاطر وکړئ ویښ شئ یو بل ته لاسونه سره ورکړئ مونږ یې ټول عمر په دې غولولي یو چې آپ تو همارے بهایی ہے هیڅ وروري نشته زمونږ په سرونو یې ډالر هم واخیستل پنجاب یې پرې جوړ کړو اوس چې څه وسایل او شتمنۍ لرو د هغو نه مو هم خلاصوي دا چاودنې فقط د پښتنو په خاوره ولې کیږي نه یې جمات په امن دی نه یې بازار نه یې حجره نه یې کور که چرته دا څوک د اسلام په نوم کړي نو د هغو نه زه یوه پوښتنه لرم چې تاسو ته د پښتنو خاوره کافره ښکاري د پنجاب خاوره تاسو ته نه ښکاري چې د هیرا منډۍ په شانتې زنا د بد کارې فیکټري په رڼا ورځ پکښې چلیږي د جسمونو دهنده پکښې کیږي پرون په کویټه کښې دوې چاودنې وشوې بې ګناه پښتانۀ پکښې شهیدان شول نه چا پرې افسوس وکړو او نۀ یې چا پوښتنه وکړه هغه ځکه چې هزاره او پښتانۀ پکښې شهیدان شول پښتانو د خلاصون لاره نو یوه د اتفاق او د اتحاد لاره ده او هغې د پاره به د مشر منظور لمنې نیسئ په والله چې مرګ یو ځل ته دې بار بار څوک نه مري چې خامخا مرو نو ښه نه ده چې غیرت کښې مړه شو د خپلو بچیانو د پاره د روښان سباوون د پاره ځانونه قربان کړو مرګ خو هسې هم راځي که په غیرت وي او په بې غیرتوب کښې وي او بله خبره چې په څلوارلسم تاریخ یعني سبا ته د پښتون ژغورنې غورځنګ په میرانشاه کښې یوه لویه جلسه کېدونکی ده تاسو د ټولو نه د ګډون خواست دې .

ستاسو ورور عمر وزیر

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews