شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د پاکستان قامي اسمبلۍ پر شرابو د بندېز غوښتنه رد کړه

د پاکستان قامي اسمبلۍ پر شرابو د بندېز غوښتنه رد کړه

شراب

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې هغه وړانديز په بشپړ ډول رد شو، چې پکې ويل شوي و چې په پاکستان کې دې په شرابو بشپړ بندېز ولګول شي. دا غوښتنه د يوه هندو له خوا شوې وه او ويلي يې و چې د دوى د دين په نوم د شرابو لايسنسونه ورکول کېږي، چې دا د دوى د دين بدنامي ده.

د پاکستان د قامي اسمبلۍ هندو غړي رمېش کمار د دغه غوښتنې په تړاو وويل، چې د پاکستان په آيين کې دې بدلون راوستل شي او د لږکيو په نوم د شرابو خرڅولو قانون دې لغوه شي. هغه زياته کړه چې په آيين کې داسې راغلي، چې غېر مسلمانان کولاى شي چې د شرابو لايسنس واخلي او د شرابو پېر و پلور وکړي.

همدا راز د پاکستان د قامي اسمبلۍ عيسايۍ غړې شنيله روت هم د رمېش کمار سره همغږي ښکاره کړې او ويلي و، چې د دوى د دين په نوم هم شراب خرڅول کېږي، چې داسې نه ده پکار. هغې زياته کړه، چې پکار ده چې په بشپړ توګه دې په شرابو بندېز ولګول شي.

شنيله روت د پاکستان قامي اسمبلۍ ته وويل، چې د شرابو د کاروبار له امله ډېرې کورنۍ د تباهۍ په درشل کې دي. هغې زياته کړه چې د شرابو لايسنس بوټا مسيح اخلي او څښي يې بيا محمد بوټا. هغې وويل چې دوى د دې کار غندنه کوي او په شرابو دې بندېز ولګول شي.

خو د دوى په ځواب کې بيا د پاکستان د قامي اسمبليو مسلمانو غړو د دوى دا وړانديز په بشپړ ډول رد کړ او وې ويل چې په پاکستان کې په شرابو بندېز لګول، په ځان پورې خلک خندول دي.

د ملک فاروق په نوم د قامي اسمبلۍ يو غړي وويل، چې په شرابو د بندېز کيسه دې نه راپورته کول کېږي، ځکه دلته يوازې يو څو کسان غواړي چې په دې چل ځان ته شهرت ترلاسه کړي. هغه وويل چې دوى نه غواړي چې په شرابو دې بندېز ولګول شي.

خواجه سعد رفيق بيا وويل، چې که په پاکستان کې په شرابو بندېز ولګول شي، نو نړيوال به په دوى پرې وخاندي. هغه وويل چې دا ماشومانه خبرې دي او په قامي اسمبلۍ کې دې نور کله داسې موضوعات نه رااخيستل کېږي، لکه نن چې پرې موږ بحث کوو. هغه وويل چې موږ د داسې منافقت غندنه کوو او دا کار به زموږ د رسوايۍ سبب شي.

ياده دې وي چې د پاکستان په يو شمېر ښارونو کې د شرابو لويې لويې کارخانې هم شته، چې نه يوازې د پاکستان لپاره شراب توليدوي، بلکې ځينې نورو هېوادونو ته هم شراب لېږي. همدا راز د پاکستان په لويو ښارونو کې د شرابونو پلورنځي شته، چې هر څوک کولاى شي په ښکاره ترې شراب واخلي، ځکه ياد پلورنځي د شراب خرڅولو لايسنسونه لري.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه