سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د ټرمپ ټاکنیز ټیم پخوانی مشر د بانکي او مالياتي جرم په تور محکوم شو

د ټرمپ ټاکنیز ټیم پخوانی مشر د بانکي او مالياتي جرم په تور محکوم شو

ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د ناقانونه لابي ګري په اړه د پل منافورت د بلې دوسیې حکم صادر شي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز ټیم مشر پال منافورت د بانکي او مالیاتي جرم په تور په ۴۷ میاشتو بند محکوم شوی دی.
تېر اوړی ښاغلي منافورت له اوکراین نه د سیاسي مشورو له کبله میلیونونه ډالره عاید پټ ساتلو له کبله مجرم پېژندل شوی دی.
ټاکل شوې راتلونکې اونۍ د ناقانونه لابي ګري په اړه د هغه د بلې دوسیې حکم صادر شي.
د نوموړي تورونه وروسته له هغه څرګند شول چې له روسیې سره د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ټاکنیز ټیم د اړیکو په اړه څېړنې پیل شوې.
ددې څېړنو مسول رابرت مولر له ۲۲ میاشتو راهیسې دا دوسیه پرمخ بیايي او ټاکل شوې خپل وروستی رپوټ په دې تړاو خپور کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر: قطر کې خبرې ډېرې پېچلې دي
امریکا له هند او ترکیې په سوداګرۍ ځانګړی دریځ بېرته اخلي
تېره پنجشنبه د محکمې د بهیر پروخت ښاغلي منافورت قاضیانو ته وویل: “تېر دوه کاله زما د ژوند تر ټولو سخت پړاو و.”
هغه له قاضي وغوښتل چې د ده په اړه “زړه سوی” وکړي.
“که ووایم چې حقیر شوی یم کمه به مې ویلي وي”
هغه زیاته کړه: “پوهېږم چې خپل چلند تر دې ځایه رسولی یم او شخصي او مسلکي ژوند مې ګډوډ شوی دی.”

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews