پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د ټاکنیزو کمیسیونونو د مشرانو په ګډون ټول غړي له دندو ګوښه شول

د ټاکنیزو کمیسیونونو د مشرانو په ګډون ټول غړي له دندو ګوښه شول

ولسمشر اشرف غني د کابینې د غړیو لخوا له تصویب وروسته په ټاکنو قانون کې د تعدیل وروستۍ مسوده لاسلیک کړه.

ولسمشرۍ ماڼۍ منلې، چې په ټاکنو قانون کې د نوي تعدیل له توشیح او نافذ کیدو وروسته د ټاکنیزو کمیسیونونو د مشرانو په ګډون د دواړو کمیسیونونو ټول غړي له دندې ګوښه شول.  

د ولسمشر د فرمان له مخې؛ په چارو کې د ځنډ او خنډ د مخنیوي لپاره باید د اړوند کمیسیونونو د دارالانشا مشران د سرپرستانو په توګه دنده تر سره کړي.

دغه راز ولسمشر غني له ټولو سیاسي بهیرونو او مدني بنسټونو غوښتي، چې تر اووه ورځو پورې دې ولسمشرۍ ته د دغو کمیسیونونو د نویو نوماندانو نوملړ ورولیږي.  

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندانو، مدني ټولنې مشرانو، سیاسي ګوندونو او د ټولټاکنو څارونکیو سازمانونو ترمنځ له یوې غونډې وروسته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د تعدیلاتو طرحه چمتو شوې ده.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About Ariana News