دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د ټاکنو خپلواک کمېسیون غوښتنه د شکایتونو له کمېسیون څخه

د ټاکنو خپلواک کمېسیون غوښتنه د شکایتونو له کمېسیون څخه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له شکایاتو کمیسیون د ١٥ ولایاتو د وروستیو پایلو د اعلان غوښتنه کړې
د ټاکنو کمیسیون په داسې حال کې د دغه ١٥  ولایاتو د وروستیو پایلو د اعلان غوښتنه کړې چې معترض نماندان د ولسي جرګې یو شمېر برحاله غړو او ځینو سیاسي احزابو د تېرو پارلماني ټاکنو د پایلو د لغوې غوښتنه کوي.

د ولسي جرګې لمړي مرستیال همایون همایون یوه ورځ مخکې د معترضو نوماندانو په استاریتوب ګواښ کړی که د تېرو پارلماني ټاکنو پایلې لغوه اعلان نه شي ولسي جرګې ته به نوي بریالي شوي نوماندان کار ته پرېنږدي
او د پراخو اعتراضونو په لاس پورې کولو سره به د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوي مخه ونیسي.

په تېرو پارلماني ټاکنو کې درغلۍ د دې لامل شو چې د ټاکنو کمیسینونو کمیشنران چې د دغه ملي پروسې مدیریت یې په غاړه درلود د ولسمشر د تقنیني فرمان پر اساس له دندو ګوښه، څارنوالۍ ته وپېژندل شول او ممنوع الخروج اعلان شول.

د تېرو پارلماني ټاکنو شپږ میاشتې تېرې شوي خو تر اوسه د ١٥ ولایاتو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارلانشاء رییس حبیب الرحمان ننګ دې ټاکنو شکایتونو کمېسیون څخه د پاتې ولایتونو د ورستیو پایلو د شریکولو غوښتنه کړې ده او همدا راز یې زیاته کړې موږ په یوه حساسه مرحله کې قرار لرو نو باید په ګډه سره کار وکړو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي تر اوسه ولسي جرګې ته ٨٠ بریالیو نوماندانو  اعتبار نامې ترلاسه کړي دي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About امنه خان عزيزي