جمعه , اپریل 26 2019
Home / Hot News / د ویلکي لیکس بنسټګر ونیول شو

د ویلکي لیکس بنسټګر ونیول شو

هندوکش – برتانیا: د بریتانیویی رسنیو خبر پر بنسټ د مشهورې ورځپاڼۍ ویکي لیک بنستګر جولیان د اکواډور په سفارت کې پولیسو نیولی دی.

د پولیسو په خبره نوموړی به ژر محکمې ته وړاندې شي.

جولیان وروسته له هغه ونیول شو چې ورباندې د جنسي ځورونو ډېر تورونه ولګېدل.

نوموړی له ۲۰۱۲ کال راهیسي په لندن کې د اکواډور په سفارت کې اوسېده او نه یې غوښتل چې بېرته سویډن ته لاړ شي خو کله چې یې اکواډور د پناه غوښتنې وړاندیز رد کړ نو د بریتانیا د پولیسو له خوا ونیول شو.

اکواډور ویلي د جولیان د پناه غوښتنه یې ځکه رد کړې چې نوموړي په وار وار له نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.

محمد امان دوران

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali