پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د هلمند نوي امنیه قوماندان په دنده پیل وکړ

د هلمند نوي امنیه قوماندان په دنده پیل وکړ

سمونیار احسام الدین ( هلمندی ) دکورنیو چارو وزارت په وړاندیز د سرپرست قوماندان تر ټاکل کيدو وروسته نن رسما د هلمند دامنیه قوماندان په توګه خپله دنده پیل کړه
په همدی اړه په جوړو سوو مراسمو کي د ۲۱۵ میوند قول اردو سرحدی او نظم عامې لوا قوماندانانو قومي مشرانو او د نظامی شورا نورو غړواو پولیسو افسرانو ګډون درلودي
په غونډه کي لمړي دامنیه قوماندانۍ دامنیت امر سمونوال ګلي خان نوي ټاکل سوي امنیه قوماندان ته ښه راغلاست ووايه او ژمنه وکړل چی دامنیه قوماندانۍ رهبري او دپولیسو دحوزي منسوبین به دنوي ټاکل سوي امنیه قوماندان تررهبرۍ لاندی خپلي نظامي پروګرامونه نورهم قوی اوچټک کړي .
ښاغلی ګلي خان دپخوانی امنیه قوماندان ښه رهبری او کاري لاسته راوړنی وستایلي ده وويل چی امنیه قومانداني دولايتي اداري او نورو نظامي ارګانونو سره همږغي دې
د ۲۱۵ میوند قول اردو سرحدی لوا قوماندان سمونوال ظاهرګل مقبل وويل چي د هلمندولایت ټول نظامي منسوبین یوه ښه همږغۍ لري چی دا دیوي ښي همږغۍ ثمره ده چي ورځ تربلي ددوي امنیتي ساحي پراخیږي
دهلمند نوي ټاکل سوي امنیه قوماندان سمونیار احسام الدین هلمندی وویل چی کشفي اداري مکلفي دي چی دجرمونو په مخنیوي کي خپل هڅي نوري هم قوي کړي
ده وويل چي په ښار اود دولت ترکنترول لاندی سیمو کی به دغلاوو ترور هدفي وژنو اختطاف او نورو دولت ضد کړونو دمخنیوي په خاطر امنيتي او کشفي پلانونه په کارواچوي
نوي ټاکل سوي امنیه قوماندان وايي دهري حوزي مسولین کی دجرمونو او دولت ضد کړونو په مخنیوي کي پاته راسي له دندي به يي لیري کړی
نوی امنیه قوماندان وويل که ملکي وګړي او ولسي شوراګاتي له پولیسو سره دکشفي مالوماتو په ورکولو کې مرسته وکړي نو ډير ژر به دجرمونو ګراف کښته سي
تردي وروسته دولايتي شورا رئیس عطاالله افغان وینا وکړل او له نوي ټاکل سوي امنیه قوماندان يي وغوښتل چی دپولیسو اعاشه اکمالاتو او شهیدانو حقوقو پروخت ورکړي او دامنیت په ټینګښت کي دنوو پلانونو دپلي کيدو په برخه کي رغنده اقدامات ترسره کړي

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About کندهار څانګه