چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / Hot News / د هرات – ډیلي پر هوايي دهلیز صادرات پیل شول

د هرات – ډیلي پر هوايي دهلیز صادرات پیل شول

هندوکش – هرات: د افغانستان د هرات او هند د نوي ډیلي ترمنځ هوايي دهلیز پرانیستل شو.

د هرات والي وويل، چې دغه دهليز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړيکو د لا پر اختيا لپاره مهم ګام دی.

د ده په خبره، چې افغانستان پخوا پر يو هېواد تکيه کول؛ خو اوس ډېرې هوايي او ځمکنۍ لارې لري.

د هرات ــ نوي ډيلي د هوايي دهليز له لارې لومړی پرواز پرون دوشنبه وشو، چې د افغانستان په لومړيو صادراتو کې ۲۰۰ کیلو ګرام زعفران او ۱۲۰۰ کیلو ګرامه وچه میوه وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزی د دغه دهلیز په اړه وویل: د دهلیز پرانیستل د افغان حکومت د مهمو اقتصادي پلانونو څخه دی، چې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ونښلوي.

د ده په خبره، د دغه هوايي دهلیز له لارې د افغانستان خصوصي سکتور د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نښلول کیږي.

دغه راز د هرات د سوداګرۍ د خونو مشر سعد خطیبي بیا وایي، چې د دغه دهلیز له لارې هند ته د افغانستان د زعفرانو او وچې میوې تر څنګ نور صادرات هم استول کېدی شي.

افغان چارواکي وايي، چې په وروستيو دوو کلونو کې افغانستان د شاوخوا ۱۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت د هوايي دهلیز له لارې د سیمې هېوادونو او نړۍ ته صادرات کړي دي، چې څو اونۍ وړاندې افغانستان ته هغه کاروان په مالونو بار بېرته راستون شو، کوم چې پر منځنۍ آسیا د ورېښمو له لارې ترکیې ته تللی و او له هغه لوري يې اروپايي مالونه افغانستان ته راوړل.

امیر حسین سلجوقي

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali