دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د نیوزیلنډ برید تلفات لوړ شوي

د نیوزیلنډ برید تلفات لوړ شوي

نیوزیلنډ برید

تیره جمعه یوه ترهګر د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې پر لمونځ کوونکو بریدونه وکړل چې ۴۹ کسه پکښي ووژل شول او ۴۰ نور ژوبل شول او س تازه ددې ښار پولیس وايي چې د یوه بل مړي په موندلو سره د مړو شمېر ۵۰ کسه ته پورته شوی.

پولیس وايي چې د دواړو  جوماتونو د بریدونو په پایله کې وړاندې ۴۹ کسه وژل شوي وو خو  اوس تازه د یوه بل مړي په موندلو سره دغه شمېره ۵۰ کسه شوې دوی په دې باور دي چې بریدګر برنټون ټرنټ دا بریدونه یوازي ترسره کړي تیره ورځ راپورنه خپاره شول چې پولیسو ددې برید په تړاو دوه نور کسان هم  نیولي.

نیول شوی برنټون ټرنټ قاتل اوس مهال اته ویشت کلن دی، نوموړی ادعا لري چې  د استرلیا له سپین پوستو څخه دی، وړاندې له دی چې ټرنټ بریدونه وکړي د نیوزیلنډ لومړۍ وزیرې ته يې اوږد لیک لیکلی او ددې بریدونو تشریح يې پکښي کړې وه، دې برید ګر پر خپل سر کامره لګولې وه او د برید صحنه يې پر فېسبوک په ژوندۍ بڼه خپروله.  ‌

هغه په النور جومات تر خونړي برید وروسته په څلوېښت کیلومترۍ کې پر بل جومات برید وکړ او هلته یې هم پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې خو لږ وروسته پولیس ور ورسېدل او ونیول شو.

د نیوزیلنډ د لومړۍ وزیرې په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشرانو  دغه بریدونه ترهګریز بللي او ویلي يې دي چې تروریستان په مذهب او ډله پیسې اړه نلري.

‌د بریدونو په تړاو دوه نور مشکوک کسان هم نیول شوي چې په پام کې ده راتلونکې دو شنبې محکمې ته حاضر شي

ددې بریدونو په ترڅ کې ټول مسلمانان په نښه شوي چې د وژل شویو په منځ کې یو ۷۱ کلن افغان بابا هم شتون درلود نوموړي په ۸۰ میلادي لسیزه کې نیوزیلنډ ته مهاجر شوی وو.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About عبدالقيوم عاجز