سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د نیوزي لینډ بریدګر پنځه میاشتې وړاندي پاکستان ته سفر کړی وو

د نیوزي لینډ بریدګر پنځه میاشتې وړاندي پاکستان ته سفر کړی وو

د راپورونو له مخې هغه کس چې په نیوزلند کې یې پر دوو جوماتونو برید وکړ او تر پنځوسو پورې کسان یې ووژل، پنځه میاشتې مخکې پاکستان ته تللی و او هلته یې په یوه هوټل کې څو شپې تېرې کړې دي. هغه د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې وخت تېر کړی دی او د هغه هوټل د خاوند پر فیسبوک یې لیکنې خپرې کړې، چې دی پکې استوګن و. خو پاکستاني حکومت ددغه کس په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده. د هوټل خاوند هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په دې اړه معلومات نه شي ورکولی او ورته ویل شوي چې د یاد کس په اړه دې له رسنیو سره خبرې نه کوي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews