چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د ناټو سرمنشي: په افغانستان کې زموږ د ځواکونو حضور د سولې د خبرو له پایلو سره تړلی

د ناټو سرمنشي: په افغانستان کې زموږ د ځواکونو حضور د سولې د خبرو له پایلو سره تړلی

تاند- د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، په افغانستان کې د دې تړون د حضور راتلونکې د سولې د خبرو له نتیجې سره تړلې ده.

ستولنبرګ نن /پنجشنبه/ خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر به تر ډېره له دې سره تړلی وي چې له طالبانو سره د سولې خبرې څه نتیجه لري.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالبانو خبرې د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېدې او په پای کې یې دواړو خواوو وویل چې په خبرو کې یې پرمختګ کړی دی.

خو ستولنبرګ نن وویل چې لا وختي دی چې د خبرو د نتیجې په اړه اټکل وکړي.

ده دا هم وویل چې د امریکا له ملاتړه پرته هم د ناټو یو شمېر نور غړي حاضر دي چې د افغان امنیتي خواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

123 total views, 123 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند