سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د ملا ضعیف د کور د محاصرې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

د ملا ضعیف د کور د محاصرې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې امنیتي ځواکونو تېره شپه په بګرامي ولسوالۍ کې د ځمکو د یوه غاصب ملا طوطي د نیولو په اړه له مخکې پلان شوي عملیات پیل کړل؛ خو د ملا عبدالسلام ضعیف د کور د محاصرې په اړه خپاره شوي راپورونه یې رد کړل.

کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي زیاته کړې، چې تېره شپه دغه عملیات د بګرامي ولسوالۍ په هغه سیمه کې پیل کړل، چې په پاکستان کې د طالبانو د پخواني سفیر ملا عبدالسلام له کوره لږ واټن لري.

هغه دغه راز څرګنده کړې، چې تر څارنې لاندې د ملا طوطي له کوره دوه میله وسله او نور پوځي تجهیزات هم تر لاسه شوي دي.

ویل کیږي، چې څه وخت مخکې د ملا طوطي ورور داوود هم په یو لړ عملیاتو کې له ۸ میله ناقانونه وسلو او یو هایلکس موتر سره نیول شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې ملا عبدالسلام ضعیف ته نږدې سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې امنیتي ځواکونو تېره شپه د نوموړي کور محاصره کړی و.

ملا ضعیف تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.  

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About Ariana News