پنجشنبه , فبروري 21 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د مجاهدینو د حکومت لومړنی دولتمشر صبغت الله مجددي ومړ

د مجاهدینو د حکومت لومړنی دولتمشر صبغت الله مجددي ومړ

تاند- د مجاهدینو د حکومت لومړنی دولتمشر او د ملي نجات جبهې مشر صبغت الله مجددي نن شپه ۱۱ بجې د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۹۴ کلونو په عمر سا پرې کړه.

صبغت الله مجددي له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۱ پورې د مشرانو جرګې رييس و. نوموړي دغه رازپه ۲۰۰۳ م کال د اساسي قانون د لویې جرګې رياست په غاړه درلود.

صبغت الله مجددي په افغانستان کې د ثور له کودتا وروسته په ۱۳۵۷ لمریز کال په پېښور کې د خلق د دیموکراتیک رژیم پرضد د ملي جبهې په نوم تنظیم جوړ کړ. دی د ۱۳۷۱ لمریز کال په لومړیو کې د نوازشریف په هڅه د پېښور د ګورنر هاوس له پرېکړې سره سم د مجاهدینو موقت دولتمشر وټاکل شو.

د ده د حکومت دوره درې میاشتنۍ وه. ده هڅه وکړه چې د جنرال دوستم په مرسته د خپل حکومت دوره اوږده کړي او د دې هدف لپاره یې جنرال دوستم خالد بن ولید ونوماوه خو دوستم ورسره یاري ونه کړه.

صبغت الله مجددي په ۱۹۲۵ م کال په کابل کې زېږېدلی. زده کړې یې د مصر په ازهر پوهنتون کې کړي دي.

د مجددي د مړینې په اړه تر دې پخوا هم ډېر خبرونه خپاره شوي وو.

807 total views, 807 views today

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About تاند