جمعه , اپریل 26 2019
Home / Hot News / د لیکوال او خبریال عبدالمنان ارغند قاتلین په اعدام محکوم شول

د لیکوال او خبریال عبدالمنان ارغند قاتلین په اعدام محکوم شول

هندوکش – کابل: د افغانستان لویه څارنوالې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې د عبدالمنان ارغند دوسیه بشپړه شوې او دنومړي قتل کې تورن کسان په اعدام محکوم شوي دي.

لویه څارنوالي وايي، چې د عبدالمنان ارغند د شهادت قضیې د تحقیق له بشپړېدو وروسته یې د نوموړي دوسیه د مجازاتو له غوښتنې سره یوځای محکمې ته واستوله او د حمل میاشتې پر اوولسمه نېټه د جزا د ۲۶۷کوډ مطابق په قتل کې ښکېل کسان په اشد مجازات( اعدام) محکوم شول.

عبدالمنان ارغند په کندهار کې د کابل نیوز سیمه ییز خبریال و چې تېرکال په کندهار ښار کې په شهادت ورسېد.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali