سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د قطر ناسته کې؛هڅه کېږي خبرې له جوتې پایلې سره پای ته ورسېږي

د قطر ناسته کې؛هڅه کېږي خبرې له جوتې پایلې سره پای ته ورسېږي

امریکایي او طالب پلاوي تر لسو ورځو ډېره موده کېږي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د سولې پر خبرو بوخت دي. بي بي سي په قطر کې د طالبانو د یوې سرچینې له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه کړی ویلي، خبرې سوکه خو په سم لوري روانې دي او دواړه لوري هڅه کوي دا خبرې له یوې جوتې پایلې سره پای ته ورسېږي. سرچینې ویلي طالب او امریکایي پلاوي په دوحه کې پر دوو موضوعاتو بحث کوي چې یو یې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او بل له افغان خاورې نورو هېوادونو ته د ګواښ نه رامنځته کېدل دي. سرچینه وایي، د ترهګرۍ په اړه څرګند تعریف او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل هغه څه دي چې دا خبرې یې دومره ځنډولې دي. د سرچینې په خبره طالبان وایي، ټول بهرني سرتېري دې په شپږو میاشتو کې ووځي خو امریکا بیا دا موده له دریو تر پنځو کلونو پورې ښيي. دوحه کې بله سرچینه وایي، مرکچیان کله ډېر احساساتي شي او د وضعیت عادي کولو لپاره د خلیلزاد او ملا برادر منځګړیتوب ته اړتیا پېښه شي. د طالبانو د سرچينو په خبره، په دې پړاو کې پر ځینو موضوعاتو پرېکړه کېږي او ځينې یې د نورو خبرو لپاره شپږم پړاو ته پاتې کېږي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About afghansabawoon