دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / Most Viewed / د قانون تعدیل د ټاکنو کمیسیون کارونه له ستونزو سره مخ کړي

د قانون تعدیل د ټاکنو کمیسیون کارونه له ستونزو سره مخ کړي

هندوکش – کابل: د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب‌ الرحمان ننګ وايي، چې د ټاکنو د قانون تعدیل د کمېسیون کارونه له ستونزو سره مخ کړي او که د ۱۵ ولایتونو وروستۍ پایلې د دوی په واک کې ور نه‌ کړل شي ستونزې به لا پراخې شي.
په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ ټينګار کوي چې ولسمشر د قانون پر اساس د ملي شورا د غړیو له بشپړېدو سره به ملي شورا پرانېزي.
د ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه بیا رامنځته شویو کړکېچونو ته په کتو وايي، چې دا مسایل د دې سبب شوي چې ټاکنې په خپل انحصار کې واخلي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو له لوري هر ډول پرېکړې باید د ټاکنو د څار بنسټونو سره په مشورې ترسره شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About walikhan