شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د فضلي تاريخي کارنامه، د جام څلى د کرکټ په ټرافۍ کې

د فضلي تاريخي کارنامه، د جام څلى د کرکټ په ټرافۍ کې

په لومړي ځل په کرکټ کې د افغانستان يو تاريخي څلى د لوبې د ټرافۍ په بڼه جوړ شوى دى، چې د دې سره به نه يوازې دا چې د دغه تاريخي څلي په اړه به د افغانانو نوي نسل ته يادګار پاتې شي، بلکې په نړيواله کچه به هم خلک د افغانستان د يو تاريخي څلي سره بلديت پېدا کړي.

دا نوښت د کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلى کړى دى او هغه پتېيلې ده، چې د افغانستان ټول تاريخي آبدات به د کرکټ په ټرافيو کې راولي، تر څو يوې خواته ځوان نسل د دې تاريخي آبداتو په اړه معلومات ترلاسه کړي او بلخوا په نړيواله کچه د کرکټ په لوبو کې د افغانستان تاريخي آبدات د ټرافيو په ډول وړاندې شي.

د جاام څلي منار ټرافي
د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د لوبېدونکې ټېسټ لوبې لپاره جوړه شوې ټرافي

د جام څلى، چې د افغانستان د غور ولايت په ښهرک ولسوالۍ کې له تېرو ٨٠٠ کلونو څخه ولاړ دى. ويل کېږي چې دا څلى د ١١٦٣ عيسوي کال څخه تر ١٢٠٢ عيسوي کال پورې د غوري پاچا سلطان غياث الدين غوري په وخت کې جوړ شوى دى. همدا راز د جام څلى د يونيسکو له خوا په کال ٢٠٠٢ کې په نړيوالو تاريخي آبداتو کې هم ثبت شوى دى.

د جام څلى
د جام څلى شا و خوا ٨٠٠ کاله پخوا جوړ شوى

د افغانستان په کوربه توب د لومړۍ ټېسټ لوبې، چې له ايرلېنډ سره د مارچ په پنځلسمه نېټه د هند په دهرادون ښار کې پيلېږي، د جام دا تاريخي څلى د ټرافۍ په ډول جوړ شوى دى، چې هره لوبډله بريا ترلاسه کړي، دا تاريخي د جام څلى به د هغوى په برخه رسېږي.

که چېرته افغانستان د ايرلېنډ څخه ټېسټ لوبه وګټي، نو د افغانستان دا تاريخي ټرافي به په افغانستان کې پاتې شي، خو که چېرته افغانستان لوبه وبايېلوده، نو د دې ټرافۍ سره سره به د افغانستان د جام څلى هم ايرلېنډ ته لاړ شي، چې دا هم زموږ لپاره ښه خبره ده، ځکه زموږ يوه تاريخي آبده به د ټرافۍ په ډول په ايرلېنډ کې پرته وي.

د جام څلى
د ايرلېنډ او افغانستان لوبډلې لوبډلمشران د جام څلي په ډول جوړې شوې ټرافۍ سره

زه خو وايم که د کرکټ بورډ د عمومي رييس عزيزالله فضلي دا هڅه هر څومره وستايل شي کمه به وي. که يوې خواته پرون د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ټېسټ لوبې په پرانيستغونډه کې ايرلېنډي لوبغاړو ته د کونړ پکولونه او لونګۍ ور په سر شوې او په دې ډول سره د افغانستان کلتور نړيوالو ته وښودل شو، نو همدا راز د افغانستان تاريخي آبده هم نړيوالو ته د ټرافۍ په ډول وروښودل شوه.

عزيزالله فضلي
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي د افغانستان او ايرلېنډ د ټېسټ لوبې په پرانيستغونډه کې

کرکټ بورډ ته د ښاغلي فضل له راتګ سره سم په کرکټ بورډ کې ډېر بدلونونه راوستل شول، چې اوس هم دوام لري، دا د ستاينې وړ کار دى، همدا راز که عزيزالله فضلي دې کار ته دوام ورکړي او د افغانستان تاريخي آبدات د ټرافيو په شکل کې يو ځل بيا راژوندي کړي، نو دا به يو نه هېرېدونکى ګام وي.

ياده دې وي چې د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د افغانستان په کوربه توب لومړۍ ټېسټ سيالي سبا د جمعې په ورځ (مارچ ١٥) د هند په دهرادون کې پيلېږي، چې دا د افغانستان دوهمه ټېسټ سيالي هم ده. افغانستان خپله لومړۍ ټېسټ سيالي د هند په کوربه توب د هند لوبډلې سره ترسره کړې وه، چې بريا پکې هند خپله کړې وه.

ايرلېنډ لوبډله
د ايرلېنډ ملي لوبډله په افغان کلتور کې

ليکوال : بريالى زمرى

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه