پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / Hot News / د طالبانو عملیات غندل شوي

د طالبانو عملیات غندل شوي

هندوکش – کابل: د طالبانو د الفتح په نوم عملیاتو باندې خلیلزاد، ارګ او عامو خلکو غبرګونونه ښودلي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د طالبانو د پسرلني عملیاتو پیل یو بې باکه عمل بللی دی.

زلمي خلیلزاد ویلي، طالبانو په داسې مهال جګړه اعلان کړه چې افغانان سولې ته په تمه دي او تراوسه یې د سولې په تړاو د طالبانو باور نه و ترلاسه کړی چې جګړه یې اعلان کړه.

ارګ بیا د طالبانو پسرلني عملیاتو اعلان د نامشروع جګړې د دوام نښه بللي او دا جګړه د نړۍ جیدو علماوو ناروا یاده کړي.

له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د طالبانو جګړه جیدو علماوو ناروا بللې، خو طالبان بیا هم ځوانان د جهاد په نوم جګړې ته هڅوي او استخداموي.

له دې سره پوځي کارپوهان د سولې په خبرو ټینګار لري او ویره لري چې د جګړې دوام به افغانستان د لا نورو پرمختګونو راوګرځوي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali