پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د سولې او اعتدال ډله هم د سولې په مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي

د سولې او اعتدال ډله هم د سولې په مشورتي جرګه کې ګډون نه کوي

د حنیف اتمر تر مشرۍ لاندې د سولې او اعتدال ډلې هم د سولې مشورتي جرګه سره خپل پرېکون اعلان کړ .

یادې ډلې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د سولې مشورتي جرګه په ارګ پورې د تړلي ټیم له لوري ترسره کیږي ، چې یو فرمایشي او غیر شفافه یو طرفه جرګه ده . په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی باور لري په اوسنیو شرایطو کې دا ډول جرګه چې پکې د سیاسي ګوندونو سره هیڅ مشوره نه ده شوې ګټه ونه لري او د وخت د ضایع کېدو په مانا ده . خبرپانه کې وړاندې راغلي چې یاده جرګه یوازې په ارګ پورې تړلې په غیرقانوني توګه انتخاباتي کمپاین دی ، چې د دوی د ګوند او حزب هیڅ یو غړی به هم په دې سفارشي جرګه کې ګډون و نکړي .

تر دې وړاندې د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د ثبات او همپالنې ډلې په یاده جرګه کې له ګډون څخه انکار کړی و او ویلي و ، چې یاده جرګه د افغانستان د ستونزو د حل لار نه ده .

په دې ټیم کې د اسلامي جمیعت ، اسلامي جنبش او د کریم خلیلي تر مشرۍ لاندې د وحدت ګوند استازي شامل دي .

په مشورتي لویه جرګه د عبدالله عبدالله تر مشرۍ لاندې د ثبات او همپالنې ټیم د نه ګډو په اړه ویل شوي ، چې د مشورتي لویې جرګې د جوړېدو له پیل څخه تر اوسه پورې د یادې جرګې په اړه له دوی سره کومه سلا او مشوره نه ده شوې .

تردې وړاندې طالبانو هم په کابل کې د لویې مشورتې جرګې په اړه ویلي و ، چې دوی په یاده جرګه کې ګډون نه کوي .

د مشورتي لویې جرګې په جوړېدو باندې ۲۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت راځي ، چې تر راتلونکې دوو اونیو پورې به په کابل کې  تر سره شي .

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه