جمعه , اپریل 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د سارا او دهون ګډ فلم راځي

د سارا او دهون ګډ فلم راځي

د هندی سينما وتلې ستورې سارا علی خان د یوې تازه پرېکړې له مخې زړه ښه کړی چې د دې سينما له مشهور ممثل ورون دهون سره په یوه نوی فلم کې کار وکړی.

هندی رسنۍ زیاتوی، سارا علی خان چې په دې سينما کې دومره سابقه نه ‌لري، خو په لږ وخت کې یې ډېر شهرت پیدا کړی، غواړی له ورون دهون سره د قلی نمبر ون فلم په تازه برخه کې یو ځای کار وکړي.

د هغې کار کول په فلمونو کې تر ډېره د ځوانو اداکارانو سره وي، هغې په لومړیو دوو فلمونو کې د سوشانت سنګ او رنویر سنګ سره کار وکړ او له دواړو سره دغه لومړۍ ازموینه په بریالیتوب وکړه.

د دې تر څنګ سارا علی خان په یوه بل فلم کې د خپلې خوښې لوبغاړی کارتک ارین سره «لو اجکل ټو» فلم کې د مرکزی لوبغاړې رول هم لوبوی.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About afghansabawoon