دوشنبه , مارچ 25 2019
Home / Hot News / د خیرخوا قتل غبرګونونه راپورته کړي

د خیرخوا قتل غبرګونونه راپورته کړي

هندوکش – کابل: په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغان ژورنالست سلطان محمود خیرخوا وژل په کلکو ټکو وغندل شول .

په یو شمېر ولایتونو کې افغان ژورنالستانو د پر ژورنالستانو برید د بیان پر آزادۍ برید وباله او غوښتنه یي داو ه چې د ژورنالستانو ژوند خوندي شي.

دوی له دولت او مخالفو جنګیالو غوښتنه وکړه چې له ژورنالستانو سره له دښمنۍ لاس واخلي.

د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې هم دغه پېښه غندلې او افغان دولت یي د ژورنالستانو ژوند خوندي کولو کې پاتې بللی دی.

دغه دفتر وایي په تېرو درې میاشتو کې ۴ افغان ژورنالستان وژل شوي دي چې دوی یی هم اندېښمن کړي دي.

سلیطان خیر محمود خیرخواه د جمعې په ورځ غرمه له ښاره کور ته په لاره و، چې د مخ پټو وسلوالو برید کې ټپي شو او تېره شپه یې ساه ورکړه.

سپوږمۍ پوپلزۍ

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali