سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د خپلې ښځې لوڅ انځورونه خپرونکى پاکستانى نيول شوى

د خپلې ښځې لوڅ انځورونه خپرونکى پاکستانى نيول شوى

پاکستانى پوليس

د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، د پاکستان د اېف آى اې د ټولنيزو رسنيو جرمي ډلې د پاکستان په کراچۍ ښار کې هغه پاکستانى پوليس نيولى دى، چې د خپلې ښځې لوڅ او نيمه لوڅ انځورونه يې په ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي ول.

ياد کس په ګلګت بلتستان کې پوليسو يو لوړپوړى افسر و، چې جنېد ارشد نومېده. دا کس اېف آى اې د کراچۍ ښار په ډيفنس سيمه کې د يوې چاپې پر مهال نيولى دى.

د پاکستانۍ ورځپاڼې ايکسپرېس نيوز د خبر تر مخې، اېف آى اې له ډېر وخت راهيسې د جنېد ارشد په لټه کې و، خو هغه ورک و، همدا راز بيا اېف آى اې د ده د نيولو پر سر پنځه سوه زره پاکستانۍ کلدارې انعام هم ايښى و.

د اېف آى اې مسوولين وايي، چې جنېد ارشد د خپلې مېرمنې لوڅ انځورونه او ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو کې خپرولې، چې وروسته يې پرې ښځې او لور عريضه وکړه او تېر کال د پاکستان اېف آى اې د ده پر ضد دوسيه جوړه کړه، چې نوموړى بيا له محکمې څخه په تښتېدو بريالى شو.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د نوموړي کس ضمانت هم محکمې رد کړى دى او اوس به يو ځل بيا محکمې ته وړاندې شي، تر څو اېف آى اې يې د بدني جزا لپاره اجازه ترلاسه کړي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې جنېد ارشد باندې چې کله عريضه وشوه، هغه مهال نوموړى په ګلګت بلتستان کې د پوليسو مشر و او د ډي آى جي په حېث يې خپله دنده ترسره کوله.

ياد لوړپوړي پوليس افسر له ډېر وخت راهيسې په فېسبوک باندې يو جعلي اکاونټ جوړ کړى و، چې په هغه اکاونټ کې به يې د خپلې ښځې نيمه لوڅې ويډيوګانې او لوڅ انځورونه خپرول.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About اداري څانګه