پنجشنبه , اپریل 25 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د جرمونو نړیواله اداره نور په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جرمونه نه څېړي

د جرمونو نړیواله اداره نور په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جرمونه نه څېړي

اسرایيلو د جرمونو د نړیوالې محکمې هغه پرېکړه پر ځای وبلله چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو جرمونه نه څېړل کېږي. د اسراييلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي دا پرېکړه پر ځای وه او ددې سبب به شي چې د یادې محکمې او امریکا ترمنځ کشمکشونه راکم شي. دده په وینا امریکا په ټوله نړۍ کې قوي قوانین لري نو اړتیا نشته چې نورې محکمې یې په کارونو کې مداخله وکړي. د جرمونو نړیوالې محکمې ویلي وو، چې په افغانستان کې به د امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو جنګي جنایتونه څېړي. خو د تېرې جمعې په ورځ یې وویل چې له خپل دې کار په شا شوي دي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews