سه شنبه , مارچ 26 2019
Home / افغانستان / د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستاني سفارت ډېپلوماټان او کارکوونکي احضار کړي

د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستاني سفارت ډېپلوماټان او کارکوونکي احضار کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وایي چې د پاکستان له سفارت غوښتنه شوې چې د افعانستان په اړه د عمران خان د نویو څرګندونو توضیحات ورکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د پاکستان دغه تبصرې څرګنده د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ده.

د بهرنیو چارو وزارت دغه غبرګونونه د پاکستان د لومړي وزیر د عمران خان له هغو څرګندونو څخه وروسته راوپارېدل چې پکې ویلي یې وو ” افغانستان کې به ډېر ژر یو نوی حکومت منځته راشي”

عمران خان دغه څرګندونې باجوړ ایجنسي کې یوې غونډې ته په خطاب کې وکړې.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About tribalnews