چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / Hot News / د بلخ وضعیت عادي دی

د بلخ وضعیت عادي دی

هندوکش – بلخ: کورنِيو چارو وزارت امنيتي معين خوشال سادات مزار شريف ته رسېدلی دی.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد وویل، چې دمګړۍ بلخ ولايت مقام کې د لانجې د حل په موخه مذاکرات پيل شوي دي

هغه زياته کړه، چې تر اوسه په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی راغلی.

د ښار په ځينو برخو کې د پوليسو د ځانګړې قطعې ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

ځانګړي قطعې ځینې شکمن کسان هم نیولي دي.

دا جنجال وروسته له هغې پيل شو چې د بلخ مخکیني والي عطامحمد نور له نوي امنیه قومندان رقیب مبارز له معرفي کیدو سره مخالفت وښود.

کورنیو چارو وزارت ویلي، د مزار ښاریان دې هیڅ ډول تشویش نه کوي، افغان ځواکونه کولی شي وضعیت په بشپړ ډول کنټرول کړي.

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین خوشحال سادات په خپل ټویټر پاڼه د مزار ښاریانو ته ډاډ ورکړی چې وضعیت د دوی په کنټرول کې دی او د ولسمشر حکم به عملي کوي.

سادات د بلخ پخوانی امنیه قوماندان د امنیتي وضعیت په کابو کولو کې پاتې بللی او د نوي امنیه رقیب مبارز له ټاکلو یې موخه د بلخ امنیتي وضعیت د بهبود لپاره ښودلې ده

نجیبه سروري

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About ahmadwali