چهارشنبه , مارچ 20 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د بلخ امنیه قومندانۍ د امنیتي ځواکونو په لاس کې شوه

د بلخ امنیه قومندانۍ د امنیتي ځواکونو په لاس کې شوه

بلخ کې د نوي امنيه قومندان د ټاکلو پر سر د عطا محمد نور د ملیشه ځواکونو او د حکومت امنیتي ځواکونو ترمنځ د جګړې په دوام سرچينو خبر ورکړی چې ځانګړي ځواکونه د نوي امنيه قومندان سره يو ځای ،د بلخ امنيه قومندانۍ ته د ننه شوي دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایې چې د مزار ښار ټول د امنیتي ځواکونو په کنټرول کې دی، ۲۷ غیر مسوول وسله وال نیول شوي دي او امنیتي ځواکونه قومندانۍ ته ور ننوتلي او څو شېبې وروسته به نوی قومندان هم معرفي شي.

ویل کېږي دا کړکیچ وروسته له هغې رامنځته شو کله  چې د بلخ د ګوښه شوي امنیه قوماندان جنرال اکرم سامع پر ځای ولسمشر غني د هغه نوی ځای ناستی عبدالرقیب مبارز، وټاکه چې دې پرېکړې عطا محمد نور غوسه کړی او له حکومت سره یې د هر ډول زور خبر ورکړ او وایې دا پرېکړه ورته هېڅ د منلو وړ نه ده.

دواړو لوریو ترمنځ جګړه هغه وخت ونښتله کله چې په بلخ کې  د عطا محمد نور او حکومتي پلاوي تر منځ خبرې بې پايلې شوې  د سیمې اوسیدونکي او یو شمېر خبریالان اوس هم  وایې چې  دواړه لورې پر یو بل همدا شېبه په سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

ځینی سرچینې بیا وایې چې د مزار ښار د امنیت امر  هم نیول شوی دی خو کره جزیات لا نشته.

همداراز عطامحمد نور په بلخ کې تازه پيل شوې جګړه تاييد کړې او وايي له ځان او بلخ په ټول قوت دفاع کوي، په بلخ کې سيمه اييز خبريالان بیا وايي چې  ممکن جګړه نور هم زور واخلي.

د یادونې وړده نن ورځ  د مزار ګڼ شمېر ولسونه خپلو کاري دفترونو ته نه دي ستانه شوي  خو ویل کېږي چې ځایې اوسېدونکي د عطا محمد نور له ویرې خپلو ځایونو ته نه دي ستانه شوي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About خان وزير عابد