شنبه , مارچ 23 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د امریکا سنا له سعودي ایتلاف د ملاتړ ختمولو طرحه تصویب کړه

د امریکا سنا له سعودي ایتلاف د ملاتړ ختمولو طرحه تصویب کړه

د امریکا سنا داسې طرحه تصویب کړې چې د یمن په جګړه کې د سعودي په مشرۍ د ټلوالې نه د امریکا ملاتړ درېدو غوښتنه کوي. دا طرحه د ۵۴ تایید او ۴۶ مخالفو رایو په ترلاسه کولو تصویب شوه. ډونالډ ټرمپ مخکې ژمنه کړې وه چې که داسې پریکړه لیک تصویب شي، دی به یې رد کړي. په یمن کې د سعودي په مشرۍ جګړه ۲۰۱۵ کال پیل شوه چې هلته د زرګونه کسانو د وژل کېدو او د پراخه لوږې تندې لامل شوه. د بې پيلوټه الوتکو لوجیستیکي ملاتړ د سعودي په مشرۍ یمن کې له ایتلاف ځواکونو سره د امریکا یوه مرسته ده. په دې جګړه کې سعودي له امریکا پېرل شوې وسله کاروي. د امریکا د سنا پریکړه لیک ددې هېواد د ولسمشر د واکونو محدودولو کمسارې هڅه بلل کیږي چې په ۳۰ ورځو د ننه د یمن په شخړه کې د امریکا د ګډون ختمېدو غوښتنه کوي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About afghansabawoon