پنجشنبه , فبروري 21 2019
Home / خبرونه / افغانستان او نړۍ / د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کابل ته راغلی دی

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کابل ته راغلی دی

د امریکا ددفاع سرپرست وزیر پاتریک شناهن په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.

دغه لوړپوړی امریکایي چارواکی نن سهار کابل ته داخل شوی دی او ټاکل شوې چې په افغانستان کې له مېشتو امریکایي نظامي چارواکو سره وګوري.

هغه به په دې سفر کې له خپلو پوځيانو سره په افغانستان کې پر روانې جګړې او له طالبانو سره د سولې پر روانو خبرو بحثونه ولري.

د امریکا ددفاع وزارت تر سرپرست کېدو وروسته دا افغانستان ته د پاتریک لومړنی سفر دی.

دا چې نوموړی به له افغان چارواکو سره وګوري کنه په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

بشپړ خبر په اصلي منبع کې وګورئ

About admin